
د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون د ۵۴مې ګڼې نرخنامې د چمتو کولو په موخه رسمي ناسته ترسره کړه چې، په هغه کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د بیاکتنې سربېره، د بازار تر ارزونې وروسته د کچالو لپاره هم بیه وټاکل شوه.
د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل: په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ، مالیې او کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، د افغانستان بانک، لوی نظارت، د احصایې او معلوماتو ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، هټۍوالو، د نفت او ګاز امارتي شرکت، د کیفیت او معیار ادارې او اصنافو استازو ګډون کړی وو.
د نوموړي په وینا تر بحث او خبرو اترو وروسته نوې نرخنامه چمتو شوه څو ښاریان وکولای شي د کابل ښار له بازارونو څخه د اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت او لوړ کیفیت ترلاسه کړي.
همدا راز په لوړه بیه د توکو له پلورلو څخه د مخنیوي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتو کچه او د توکو په بیو باندې د اسعارو اغیز هم و ارزول شو. مسئولینو ژمنه وکړه چې، د نرخنامې له تطبیق څخه به په دوامداره توګه څارنې کوي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
د یادونې وړ ده چې، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت دا دویمه نرخنامه ده چې، ښاریانو ته د آسانتیاوو په موخه چمتو شوې ده او د کابل ښار په ټولو ناحیو کې به یې د تطبیق له څرنګوالي دوامداره څارنې وشي.
په ۵۴ ګڼه نرخنامه کې د یو شمېر توکو پر نرخونو بیا کتنه شوې ده
7 حوت 1404


