الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا په غونډه کې په یو شمېر مهمو ښاري موضوعاتو بحث وشو

7 حوت 1404


په غوره توګه د کړنو او فعالیتونو د ترسره کېدو او د بېلابېلو ښاري څانګو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، په خپلو سر د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي، د نانوایانو ترمنځ د فاصلې (واټن) او مساحت د تنظیم، د نانوایانو لپاره د فعالیت د فیس ټاکلو، په ژورنال کتاب کې د پروژو د راپور رسولو، د جوازونو د ورکولو او تحلیل ریاست د انجنیرانو له خوا د ودانیو د ډیزاین کولو، د تنظیفي شرکتونو لپاره د لارښود چمتو کولو، د ښاریانو د حقوقي سندونو د اداري پړانونو ترسره کولو او د استملاکي ملکیتونو لپاره د ګټګورۍ د ټاکلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
کابل ښاروال په دې ناسته کې د ښاري اصولو او مقرراتو په پلي کېدو ټینګار وکړ او اړوند څانګو ته یې سپارښتنه وکړه څو په خپلو مدیریتي چارو کې دقت په پام کې نیسي او له هر ډول سرغړونې څخه دې په کلکه مخنیوی وکړي. نوموړي څرګنده کړه چې، کابل ښاروالۍ د ارزول شویو پلانونو له مخې هڅه کوي څو د ښاریانو اساسي ستونزې هوارې او دوی ته غوره ښاري خدمتونه وړاندې کړي.
کابل ښاروال له مسئولینو غوښتنه وکړه چې، ښاریان له کابل ښاروالۍ سره همکارۍ ته وهڅوي څو په ګډ کار سره د یوه معیاري او پرمختللي کابل شاهدان و اوسو.