الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

یو اندازه ټوکریني کڅوړې د چاپېریال ساتنې په موخه ووېشل شوې

9 حوت 1404


د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د پلاستیکي کڅوړو د کارولو کچې د کمښت او د چاپېریال ساتنې کلتور د دودولو په موخه، په یو شمېر ښاریانو ټوکرينې کڅوړې ووېشل شوې.
د یادو کڅوړو د وېشلو پرمهال د پلاستیکي کڅوړو د زیانونو په اړه هم معلومات وړاندې شول. د کابل ښاروالۍ مسئولینو ټینګار وکړ چې، پلاستیک د نه تجزیه کېدو له امله د هوا، خاورې او ځمکې د ککړتیا لامل ګرځي او په کانالونو او لښتیو کې یې په اچولو سره چاپېریال زیانمن کېږي.
له ټوکرينو کڅوړو څخه ګټه اخیستنه نه یوازې یو ساده اقدام دی، بلکې د ښار پر وړاندې د هر ښاري مسئولیت هم بلل کېږي.
هغو ښاریانو چې ټوکرينې کڅوړې یې ترلاسه کړې وې د کابل ښاروالۍ له دې اقدام څخه یې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې، د هوا او چاپېریال د پاک ساتلو په موخه به له پلاستیکي کڅوړو ګټه نه اخلي.
کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غواړي چې، خپلې ورځنۍ چارې د چاپېریال ساتنې د اصولو مطابق ترسره کړې او د ښار په آبادۍ او پاکوالي کې برخه واخلي.