الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې دویم ګذر ته د غیر پلاني سیمو د پاکولو لپاره ۱۰ عرادې زرنج وویشل شول

15 سرطان 1398

دا لس عرادې زرنج چې د دویم ګذر د شورا لخوا د عملیاتي ستراتیژیک پلان په اساس یې وړاندیز شوی و، اوس واخیستل شول او د ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۱۳مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لومړۍ ناحیې دویم ګذر د غیر پلاني ساحو د تنظیف لپاره ځانګړي کړای شول.

دا زرنجونه د هبیتات موسسې د ښاري پروګرام لخوا اخیستل شوي او نن د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، د ښاروالۍ د تنظیف رئیس احمد بهزاد غیاثي، د لومړۍ ناحیې د مرستیالې وحیده صمدي د هبیتات موسسې د همغږۍ مسوول سید سعدالله وهاب په حضور کې د هبیتات موسسې د استازي انتوني لمبو لخوا د لومړۍ ناحیې دویم ګذر د خلکو شورا رئیس محمد قسیم ته تسلیم شول چې ډېر ژر به هلته په کار پیل وکړي.

کابل ښاروال دغو مراسمو ته وینا کې وویل، د نویو وسایطو په فعالیت پیلولو سره به د لومړۍ ناحیې د خځلو د راټولونې ستونزه مدیریت شي او دا سیمه به لا پاکه شي