الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

یوولسمه ناحیه کې د پلاستیکی خلطو د کمې کارونې په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین وشو

15 سرطان 1398

د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي په نیت نن پنجشنبه د ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۱۳مه د کابل یوولسمه ناحیه کې د پلاستیکي خلطو د کمې کارونې په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو.

دغه کمپاین کې د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې معین ډاکټر مهتاب عالمي وویل، د پلاستیکي خلطو کارونې د کابل د چاپیریالي خوندیتوب په اړه اندېښنې پارولي، ځکه مو د خلکو دپوهاوي په خاطر دا کمپاین پیل کړ او نورو ناحیو پورې به یې هم لمن وغځوو.

نوموړي زیاته کړه، چې له ښاریانو غواړي تر څو د پلاستیکي خلطو د کمې کارونې برخه کې ورسره همکاري وکړي، خلک، د هټیو خاوندان او نور ولسونه د پلاستیکي خلطو د زیات استعمال د ضرر په اړه پوه کړي او ښار د پلاستیکي خلطو په واسطه تر دې زیات ککړ نه کړي.

د یادونې ده چې د کمپاین ترڅ کې د ناحیې ټولو اصنافو او خلکوته د پلاستکي خلطو د ضررونو په اړه پوهاوی ورکړل شو او دې لپاره چې هغوی وهڅول شي نو د ټوکرانو خلطې هم پرې د کارولو لپاره وویشل شوې.