
د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاستالوزرا محترم مقام په منظورۍ، محترم مولوي محمد داود مهاجر د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي د نوي رئیس او د خپرونو او عامه پوهاوي پخوانۍ رئیس قاري واسع الله زاهد د کارکوونکو چارو ریاست د مرستیال په توګه وټاکل شول او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني له خوا اړوند کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس په خپلو خبرو کې د دې ادارې د مشرتابه د لارښوونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، د دې بدلونونو موخه د چارو په ترسره کولو کې ښه والی، د فعالیتونو ښه همغږي او د ښاري خدمتونو د کیفیت لوړول دي.
هغه زیاته کړه چې بدلون یو اداري اصل دی چې،د مسئولیتمنلو روحیه پیاوړې او د خدمت لپاره لا زیات چمتووالی رامنځته کوي.
نوموړي نوې ټاکنې پر ځای او دقیقې وبللې او ویې ویل چې، ټاکل شوي مسئولین لوړې زده کړې او مناسبه کاري تجربه لري او کولای شي د چارو په ترسره کولو کې ارزښتناک رول ولوبوي. ښاغلي نعماني د لوی خدای ج له دربار څخه نویو مسؤلینو ته په چارو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.
په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې
10 حوت 1404


