الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.20 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د افغانستان او ترکیې هېواد تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت نیالګي کېنول شول

11 حوت 1404


د افغانستان او ترکیې هېواد ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت د کابل ښاروالۍ او په کابل کې د ترکیې هېواد د سفارت له خوا د پغمان تپې اړوند د افغان- ترک د دوستۍ په پارک کې ۱۰۵ نیالګي کېنول شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د تیکا موسسې رئیس میکایل تاش دمیر، د ترکیې سفارت استازو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال په خپلو خبرو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي اړیکو ته اشاره وکړه او د دوستۍ پارک یې د افغانستان او ترکیې هېواد ترمنځ د اړیکو یو نیک او غوره سمبول وباله.
نوموړي زیاته کړه چې، د یوې داسې ورځې د نمانځلو په مناسبت د نیالګیو کېنول د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړې همکارۍ او دوستانه اړیکو ښکارندويي کوي.
ورته مهال ګډونوالو د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې، دا اړیکې به د دوستۍ په نامه د نیالګیو په کېنولو سره تلپاتې او لا پياوړې شي.