
په بازارونو کې د عدالت د تامین ، په لوړه بیه د توکو له پلور او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه، د ځانګړي کمیسیون له خوا د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په بازارونو کې په منظمه توګه څارنې روانې دي.
دا لړۍ د ۵۴ مې ګڼې نرخنامې د پلي کېدو د څرنګوالي په موخه روانه ده او له یو شمېر سرغړونکو سره قانوني چلند شوی دی. د څارنو په لړ کې مسئولینو ټینګار وکړ چې، پلورونکي مکلف دي د ټاکل شوې نرخنامې له مخې خپل توکي وپلوري، له دې پرته په لومړي پړاو کې خبرداری ورکول کېږي او د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به یې د یوې اونۍ لپاره فعالیتونه بند او وځنډول شي. همدا راز که بیا سرغړونکي د اصلاح وړ نه وو عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
د کمیسیون غړو وویل چې، احتکار او په لوړه بیه د توکو پلورل نه یوازې له ښاري اصولو او مقرراتو سره په ټکر دي، بلکې زموږ په دیني ارزښتونو کې هم ځای نه لري. ورته مهال له کسبه کارانو غوښتنه وشوه چې انصاف په پام کې ونیسي څو ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز د څارنو په لړ کې د توکو واردوونکو او پلورونکو ته د قیمتونو له بې ځایه لوړولو څخه د مخنیوي په برخه کې اړینې سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې، ۵۴مه ګڼه نرخنامه د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت چمتو شوې او دا دویمه نرخنامه ده چې، په همدې مناسبت جوړه شوې او د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د تطبیق له څرنګوالي څارنې روانې دي.
د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د لومړنیو خوراکي توکو له بیو جدي څارنې روانې دي
11 حوت 1404


