الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه له ترکي شرکت سره د کثافاتو د بیا کارونې په اړه خبرې وکړې

14 حوت 1404


د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د یوه ترکي خصوصي شرکت له استازو سره د لیدنې پر مهال په کابل ښار کې د تولیدېدونکو کثافاتو د مدیریت او بیا کارونې په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د ښاري خدمتونو مرستیال د کثافاتو د مدیریت او بیا کارونې په برخه کې د کابل ښاروالۍ کړنلاره او پلانونه تشریح کړل او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ هڅه دا ده چې خصوصي سکټور ته د پانګونې د زمینې په برابرولو سره د معیاري سیسټمونو له لارې د کثافاتو د راټولولو او لېږد بهیر لا ښه کړي.
ښاغلي سجستاني د یاد شرکت له خوا د وړاندې شوې طرحې تر ارزولو وروسته زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ په دې برخه کې له ګڼو نورو شرکتونو سره هم خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، د کثافاتو د بیا کارولو لپاره له خصوصي شرکتونو سره د قرارداد کولو په برخه کې، ځانګړي شرایط شتون لري، چې تر ټولو مهم یې د چاپیریال ساتنې داصولو ساتل دي. دغه راز کاري تجربه، د پانګونې اندازه، د کورني شریک درلودل او د کابل ښاروالۍ د ګټو خوندي کول هم مهم دي..
ورته مهال د ترکي شرکت استازو د اصولو په رعایتولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د پانګونې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې د ښاري خدمتونو مرستیال ژمنه وکړه چې، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست ته به سپارښتنه وکړي، څو د ښاري کثافاتو د وضعيت په اړه اړين معلومات له یاد شرکت سره شريک کړي. هغه همدا راز د شرکت له استازو وغوښتل چې، د اړينو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته خپله بشپړه او کره طرحه په ليکلي بڼه د کابل ښاروالۍ له مشرتابه سره شريکه کړي.