
د ښاریانو له خوا د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست ته د رسېدلو شکایتونو پر بنسټ؛ څارنیزو ټیمونو د پنځلسمې ناحیې په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو له بیو او د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي هر اړخیزه او جدي څارنه وکړه.
د څارنو په لړ کې د ارتزاقي توکو د پلورونکو فعالیتونه و ارزول شول او یو شمېر پلورونکي چې، د کابل ښاروالۍ نرخنامه یې په پام کې نیوله وهڅول شول خو یو شمېر نورو ته چې، سرغړونه یې درلوده له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې.
سرغړونکو ته خبرداری ورکړل شو چې، د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د کابل ښار په نورو ناحیو کې هم څارنې په منظم ډول روانې دي څو د ښاریانو حقونه په ښه او بشپړه توګه خوندي شي.
مسئولینو د دا ډول څارنو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: له احتکار او د بازارونو له بې نظمیو څخه د مخنیوي په موخه، ټول اصناف مکلف دي څو نوې نرخنامه په پام کې ونیسي او هغه دې په لید وړ ځای کې نصب کړي.
د پنځلسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې له تطبیق څخه څارنه وشوه
14 حوت 1404


