الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښار کې د کوڅه ډبو سپیو د عقیمولو کمپاین پیل شو

17 سرطان 1398

دا کمپاین نن کابل سناتوریم ساحه کې د حیواناتو د نفوس د مخنیوي مرکز کې  یکشنبه د ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۱۶مه د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز لخوا د پټۍ په پریکول پیل شو.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ، کرنې وزارت، روغتیا وزارت او مهیو اینیمل هوم همکارې موسسې مسوولانو او د ناحیو د ګذر وکیلانو ګډون کړی و.

مراسمو ته په وینا کې کابل ښاروال د کوڅه ډبو سپیو د نسل د کنټرول په تړاو د ښاروالۍ د پلان په اړه وویل، د کوڅه ډبو سپیو د نسل کنټرول پخوا یو جدي ګواښ و، خو له دوه کلونو راهیسې د مهیو اینیمل هوم موسسې په مرسته دې برخه کې پراخ او له تجربو ډک ګامونه اخیستل شوي دي چې ورسره کابل کې د لنډمهاله کمپاینونو پر مهال ۱۶ ناحیو کې ۷۰ سلنه کوڅه ډبو سپیو ته د سپيانو د لیونتوب ضد واکسین شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالي چمتو ده چې د کرنې وزارت، عامې روغتیا وزارت، وترنرۍ پوهنځي او مهیو اینیمل موسسې په مرسته ښار کې لس زره سپۍ (مؤنث سپي) شنډې کړي تر څو د کوڅه ډبو سپیو نسل ورسره کم شي.

د یادونې ده چې د حیواناتو د نسل کنټرول مرکز کې تېره اوونۍ په لومړي ځل د سپيانو د شنډولو کامیاب جراحي عملیات وشول.