
د نرخونو د کنټرول او ثبات او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه، د پنځمې ناحیې په بازارونو کې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي جدي څارنه وشوه. د څارنو په لړ کې هغه فعالیت کوونکي چې، توکي یې د نرخنامې مطابق پلورل لا وهڅول شول او سرغړونکو ته له تادیب سربېره اړینې سپارښتنې وشوې.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد ټینګار وکړ چې، دا ډول څارنې به دوام ولري او ټول پلورونکي مکلف دي څو په خپلو ورځنیو معاملاتو کې انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د نرخنامې مطابق وپلوري.
نوموړي فعالیت کوونکو ته خبرداری ورکړ چې، د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
تر دې وړاندې ټولو هټۍ والو او اصنافو ته ویل شوي چې، نرخنامه د لید وړ ځای کې نصب او د هغه له مخې خپل توکي وپلوري.
د یادونې وړ ده چې، د ښار په بېلابېلو بازارونو کې د نرخنامې له تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، په منظمه توګه څارنې روانې دي.
په پنځمه ناحیه کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي جدي څارنه وشوه
20 حوت 1404


