
د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاستالوزرا د محترم مقام په منظورۍ، مولوي فضلالرحمن رحماني په دویم بست کې د کابل ښاروالۍ د ویاند په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني له خوا د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې همکارانو ته وروپېژندل شو.
په دې پېژندغونډه کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د سپارښتنو پر عملي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د دې ټاکنې موخه، د چارو په ترسره کولو کې د ښه والي راوستل او ښاریانو ته پر وخت او دقیق معلومات رسول دي.
نوموړي زیاته کړه چې، مولوي فضلالرحمن رحماني لوړې زده کړې او مناسبه کاري تجربه لري او کولای شي اړوند چارې په اغېزمنه توګه پرمخ یوسي او د کابل ښاروالۍ، رسنیو او ښاریانو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مهم رول ولوبوي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس څرګنده کړه چې، د ښاروالۍ د فعالیتونو او ښاري پلانونو په اړه شفاف او پر وخت معلومات ورکول، د دې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
په پای کې د لوی خدای ج له دربار څخه ټاکل شوي ویاند ته په ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې د لا زیاتې بریا غوښتنه وشوه.
د کابل ښاروالۍ ویاند وټاکل شو
21 حوت 1404


