د پلان له مخې د لومړۍ ناحیې اړوند ګڼ لاسي پلورونکي او د هغوی فعالیتونه منظم کړای شول او هغه پلې لارې هم خلاصې کړای شوې چې هټۍ والو په خپلو اموالو بندې کړې وې.
همدا راز هغه غرفې هم ایسته کړای شوې چې په خپلسري ډول د یو شمیر کسانو لخوا لګول شوې وې.
په دې سربیره لومړۍ ناحیه کې د ښيښو د پاکولو، په عمومي لاره د پرتو ودانیو رنګ، د څلورلارو او سوداګریزو مارکیټونو د ښکلا او تزیین چارې هم پیل شوې.
ننني پروګرام کې د میوند واټ، پامیر سینما، سپاه ګمنام څلورلارې او ابن سینا روغتون سړک باندې کار وشو چې د نظم عامې قطعې قومندان، د ښاري ښکلا او مارکیټونو د تنظیم رییسان، د لومړۍ ناحیې رییس او د لومړۍ حوزې د پولیسو او ملي امنیت رییسانو په کې ګډون کړی و.