الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اختر د را رسېدو په مناسبت د نرخنامې د لا ښه تطبیق په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

24 حوت 1404


د کوچني اختر د را رسېدو په درشل کې د بازارونو د ښه تنظیم او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو د کنټرول د کمېسیون د غړو، د ښاري نظم کمېټې د استازو، ترانسپورت وزارت، برښنا شرکت، هټۍوالو او سوداګرو په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غوڼده کې د بېلابېلو توکو په ځانګړې توګه د غوړیو، وریجو او وچې میوې د بیو ارزونه وشوه څو په خپل سر د بیو له لوړوالي مخنیوی وشي او په بازارونو کې ثبات وساتل شي.
همدا راز په غونډه کې وویل شول چې، د کوچني اختر په را نږدې کېدو سره به هټۍ او بازارونه د شپې تر ناوخته پرانیستي وي او د شپې تر ۱۲ بجو پورې به یې برېښنا نه پرې کېږي، څو ښاریان وکولای شي د اختر لپاره خپل د اړتیا وړ توکي په اسانه توګه ترلاسه کړي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د ښاري او ترانسپورتي نظم په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او پرېکړه وشوه چې، اړوند ادارې دې په دې برخه کې خپلې اړیکې او همغږي لا زیاته کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې، له ۵۶مې ګڼې نرخنامې څخه چې، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت څلورمه نرخنامه ده، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې دې څارنې لا جدي او دوامداره شي.