
د ده افغانانو د زېر زمینۍ له څلورلارې څخه تر شاه دوشمشېره درې لارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې پیل کېږي
کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، د دویمې ناحیې اړوند د آسمایي سړک د جوړولو او پراختیا چارې د ده افغانانو د زېر زمینۍ ( فرهنګ) له څلورلارې)څخه د شاه دوشمشېره تر درې لارې پورې، ډیر ژر پیل کړي.
کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې د دې سړک په اوږدو کې مېشتو اوسېدونکو ته خبر ورکړی، څو د خنډونو د پاکولو په برخه کې له دې ادارې سره مرسته وکړي.
دغه راز په یاده سیمه کې له ټولو هټۍوالو او د ملکیتونو له مالکانو غوښتل شوي چې، خپلې معاملې تصفیه کړي، څو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.
د دې سړک جوړول، د ښار په مرکزي سیمو کې اقتصادي ودې ته زمینه برابروي او د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، دا سړک د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ متره سور سره په معیاري توګه ډیزاین شوی چې، ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.
د دې سړک په اوږدو کې ۷۵ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
کابل ښاریانو ته د خوښۍ زېری
26 حوت 1404


