الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د کلچو پخولو له کارخونو څارنه وشوه

27 حوت 1404


د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت، د شپږمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې اړوند سیمو کې د کلچو پخولو د کارخونو له چاپېریالي روغتیا ساتنې او د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه.
د دې څارنې په لړ کې د کلچو پخولو د کارخونو د چاپېریالي روغتیا ساتنې وضعیت و ارزول شو او څرګنده شوه چې، ډیری کارخونو خپل فعالیتونه د ټاکل شویو اصولو او معیارونو مطابق تنظیم کړي ؤ، خو یو شمېر نورو ته چې، سرغړونې یې درلودې اړینې سپارښتنې وشوې څو خپل فعالیتونه په معیاري توګه ترسره کړي.
همدا راز د کلچو او کیک کیفیت هم و ارزول شو او هغه کسان چې، معیاري خدمتونه یې وړاندې کول وهڅول شول او یو شمېر نورو ته سپارښتنه وشوه چې، که خپل فعالیتونه اصلاح او معیاري نه کړي له قانوني چلند سره به مخ شي.