
د کابل ښاروالۍ د خدماتي کارکوونکو د هڅو د سایلو په موخه حبیب یار خیریه بنسټ له ۸۵۰۰ خدماتي کارکوونکو سره مرسته وکړه.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له دې بنسټ څخه د مننې تر څنګ وویل، چې د کابل ښاروالۍ پرسونل، په ځانګړې توګه د تنظیف ریاست کارکوونکي، په هر ډول شرایطو کې د ښار د پاکوالي لپاره هڅې کوي، څو ښاریان په پاک چاپېریال کې ژوند وکړي. هغه زیاته کړه چې، د یاد بنسټ مالي ملاتړ او هڅونه نارنجي اغوستونکي لا ډېر د خلکو خدمت ته هڅوي.
د ښاري خدماتو مرستیال هیله څرګنده کړه چې، ښاریان دې د ښاروالۍ د خدماتي کارکوونکو د ملاتړ او هڅونې په برخه کې لا زیاته ونډه واخلي، څو د هغوی د خدمت کولو روحیه لا پیاوړې شي.
ورته مهال د حبیبیار خیریه بنسټ استازي د مرستو د وېش پر مهال وویل چې، د کابل ښاروالۍ له هر خدماتي کارکوونکي سره د یوه بوجۍ اوړو، پنځه لېټره بوتل غوړيو مرسته وشوه.
نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ خدماتي کارکوونکي د دوامدارو او نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې د ښار د پاکوالي، زرغونتیا او نظم په برخه کې بې دریغه هڅې کوي او د دوی د زیار قدرداني یو ټولنیز او ملي مسئولیت ګڼل کېږي.
د حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د کابل ښاروالۍ له ۸۵۰۰ خدماتي کارکوونکو سره مرسته وشوه
3 حمل 1405


