
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست د هڅو او زیار په پایله کې د خصوصي سکتور په همکارۍ، د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د کابل ښار بڼه ښکلې او په څراغونو روښانه شوې ده.
د ښار د مهمو او نوموتو سیمو د روښانولو او ښکلا به موخه، پراخه برنامه پیل شوې ده څو د کابل ښار بڼه بدله او ښاریان د خوښۍ احساس وکړي.
په دې برنامه کې یو شمېر څلورلارې رنګ شوې دي، په بېلابېلو سیمو کې له څراغونو تونلونه جوړ شوي او د اختر د مبارکۍ له پیغامونو سره یوځای د ښار فضا روښانه او زړه راښکونکې شوې ده. په دې کار سره نه یوازې د ښار ښکلا زیاته شوې، بلکې د ښاریانو لپاره یې د اختر نمانځلو ښایسته فضا هم رامنځته کړې ده.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري وليګل جواد د دې کار موخه د ملي احساس پیاوړتیا، د هېواد پالنې روحیې خپرول او د ښاریانو لپاره د ذهني ارامتیا رامنځته کول یاد کړل. د هغه په وینا؛ په داسې برنامو کې د خلکو په ځانګړي توګه د سوداګرو او ملي پانګهوالو فعاله ونډه د خدمت کولو روحیه پیاوړې کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، د ښاري ښکلا برنامې به د ټاکلو طرحو او ډیزاینونو له مخې دوام ومومي، څو په نږدې راتلونکي کې د ښار په بڼه کې لا ډېر مثبت او پراخ بدلونونه رامنځته شي.
د مسؤلینو په باور، د مذهبي مناسبتونو لکه کوچني اختر درناوی د ټولنې د کلتوري ارزښتونو یوه برخه ده، چې د یووالي او همغږۍ په ساتلو سره کولی شي د معنویت د پیاوړتیا او د ټولو ښاریانو لپاره د خوشحاله او سالم چاپېریال رامنځته کولو زمینه برابره کړي. همدا راز د دغو برنامو په پلي کولو کې د خصوصي سکتور له همکارۍ څخه مننه شوې او ټینګار شوی چې، د ښار ښکلا به د عصري ښاري معیارونو او د کلتوري میراثونو په ساتنې سره په ۱۴۰۵ کال کې لا پراخه شي.
د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د کابل ښار نوموتې سیمې په ښکلو څراغونو روښانه شوې
3 حمل 1405


