
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د ښار په دوه ویشت ګونو ناحیو کې د کثافاتو د غوره مدیریت او دښاري چاپېریال د پاکوالي په موخه، تر اوسه په پلیو لارو کې نږدې ۳۰۰۰ کثافات دانۍ نصب شوې دي.
د تنظیف ریاست د څېړنو کارپوه انجنیر عبادالله بارکزي په دې اړه وویل: د یاد ریاست د طرحې له مخې به ۵۰۳۵ کثافات دانۍ چې، ۵۰ لېټره د وچو کثافاتو ( کاغذ، پلاستیک او بوتل) او ۵۰ لویې کثافات دانۍ چې، د ۷ متر مکعب کثافاتو ظرفیت لري د ښار په بېلابېلو سیمو کې نصب شي. د نوموړي په وینا؛ تر اوسه د دوه ویشت ګونو ناحیو په ټاکل شویو ځایونو کې نږدې ۳ رزه ۵۰ لیټره کثافات دانۍ او په ځانګړې توګه په تېره یوه میاشت کې ۲۰۰۰ کثافات دانۍ نصب شوې او دا لړۍ روانه ده.
نوموړي زیاته کړه چې، په ښاري سیمو کې د اړتیا له مخې، په ۶ ناحیو د ۲ زره نورو کثافات دانیو دنصبولو ځایونه هم په نښه شوي دي او ټاکل شوې ده په بل پړاو کې یې د نصبولو چارې پیل شي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له ښاریانو غوښتنه کوي چې، له یادو کثافات دانیو سمه ګټه واخلي او په سړکونو، پلیولارو او لښتیو کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي، ځکه د دوی دا کار د کثافاتو په لېږدولو کې د ځنډ او د ښار د ککړتیا لامل ګرځي.
د ښار په مهمو سیمو کې نږدې ۳۰۰۰ کثافات دانۍ نصب شوې دي


