الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل د توسعوي سړک پروژه کې د استملاک شویو ځمکو د بدیل وېش پيل شو

20 سرطان 1398

له ژمنې سره سم د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز لخوا نن د ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۱۹مه د کابل سویلي ډډې ته د توسعوي سړک د لومړي فاز کار له کبله د استملاک شویو ځمکو په بدل کې د نورو ځمکو وېش پيل شو.

په دې اړه مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین سیدالرحمن جلال، د کابل ښاروالۍ مرکزي رئیسانو او د اتمې ناحیې مشرانو هم ګډون کړی و.

د سړک د دغې برخې د استملاک شویو ځمکو مالکانو ته د استملاک شویو ځمکو د تثبیت له پړاوونو وروسته 62981000 افغانۍ د استملاک شوې ځمکې په بدل کې ورکړل شوې.

د دغې سړک د لومړي فاز کارونه د لوګر ټانک نه تر بني حصاره پورې د ۷ کېلو مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره پلنوالي پيلېږي، دغې ساحه کې راغلې ټولې سیمې استملاک شوې دي.