الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې د رسول اکرم (ص) جامع جومات د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي

6 حمل 1405


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سړک په اوږدو کې د رسول اکرم (ص) جامع جومات د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي او هڅه کېږي څو دغه مهمه پروژه تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړه شي. دا جومات چې، د ۹۰۰ متر مربع مساحت په درلودولو سره د یوې تهکوۍ په ګډون په دوو پوړونو کې په اساسي توګه د جوړېدو په حال کې دی، په یوه وخت کې د ۱۷۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري. دغه راز د لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه ځای، تشنابونه، زرغونې سیمې او نورې آسانتیاوې هم په دې جومات کې په پام کې نیول شوې دي.
تر دې وړاندې یاد جومات په ابتدايي بڼه جوړ شوی ؤ، چې د لمونځ کوونکو اړتیاوې پکې نه پوره کېدې.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریان د لمانځه مناسب ځای ته لاس رسی پیدا کړي او وبه کولای شي خپلې دیني راټولېدنې په ښه توګه ترسره کړي.
د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ به د ښار په بېلابېلو ناحیو کې څلور نور جامع جوماتونه هم په اساسي توګه جوړ شي چې، په څلورمه ناحیه کې هم د یوه بل جومات د جوړولو چارې روانې دي او د ۳ نورو به هم په ډېر ژر پیل شي.