الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

پنځلسمه ناحیه کې د بي بي ساره تفریحي پارک جوړ او ګټنې ته وسپارل شو

22 سرطان 1398

په پنځلسمه ناحیه کې د بي بي ساره تفریحي پارک کارونه بشپړ او نن د ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۲۰مه دغه پارک د کابل ښاروال پوهنیار احمدذکي سرفراز لخوا د پټۍ په پریکولو سره پرانیستل شو.

د پارک د پرانیستې مراسمو ته د هبیتات موسسې رییس فرنانډو او د ۱۵ مې ناحیې خلک هم راغلي وو.

په دې مراسمو کې د کابل ښاروال د پارک په جوړیدو خوښي وښوده، له هبیتات موسسې یې د پارک په جوړونه مننه وکړه، دغه راز یې د پاک او زرغون ښار له برنامې او د غصب شویو زمکو د راستنولو له کمپاین سره د خلکو همکاري یې وستایله.

کابل ښاروال د نوي پارک د ساتنې په تړاو وویل، د دې پارک خاوندان خلک دي، او همدوی به یې ساتنه کوي ځکه ښاروالي به په یوازې ځان د شنو سیمو ساتنه ونه کړای شي.

دا پارک چې 20350 مترمربع مساحت لري، په موډرن ډول د 308285 ډالرو په لګښت د هبیتات موسسې د پاک او زرغون ښار پروګرام له بودیجې څخه چې له ۵۰ سلنه څخه زیات لګښت یې د کارګرانو د مزد ورکړه ده، په یو کال کې جوړ شوی.

دا پارک یو انګړ، سنګي فرش پلې لارې، سایه وانونه، څوکۍ، د اوبه خور لپاره څاه، د ساتونکو خونه او.ښکلاییز ابشارونه لري چې د ۱۵ مې ناحیې خلکو او کورنیو ته یې د تفریح پوره اسانتیاوې برابرې کړي