الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو له استازو سره ناسته ترسره کړه

16 حمل 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ودانیزو او سړک جوړونې قراردادي شرکتونو له استازو سره د سړک جوړونې تر کار لاندې او نویو پروژو په اړه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې کابل ښاروال په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت د پروژو په بشپړولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د پروژو په پلي کولو کې سرغړونې او ځنډ ښاریانو او د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي او دا موضوع په جدي توګه تعقیب او څارل کېږي. د نوموړي په وینا؛ که د پروژو په چارو کې هر ډول غفلت ولیدل شي، کابل ښاروالۍ به له قراردادي شرکت سره قرارداد فسخ کړي.
کابل ښاروال ټينګار وکړ چې، د سړکونو د جوړولو چارې باید په بشپړ صداقت او امانتدارۍ او پرته له ځنډه ترسره شي. قراردادي شرکتونه مکلف دي څو خپلې پروژې په معیاري توګه او غوره کیفیت د تخنیکي سندونو او د ډیزاین مطابق په ټآکلي وخت بشپړې کړي. د نوموړي په وینا؛ چا ته اجازه نه ورکول کېږي څو د بې‌کیفیته کار له امله د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت او فرصتونو د ضایع کېدو لامل شي.
دغه راز کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، په ګڼه ګوڼه لرونکو سړکونو کې دې کارونه په څو کاري وختونو کې تنظیم شي څو ښاریانو ته ستونزې رامنځته نشي. همدا راز قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې، د کار پر مهال د خوندیتوب اصول مراعات کړي، په سړکونو اوبه وشیندي او اضافي توکي دې له سیمې څخه ولېږدوي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، په معیاري توګه د پروژو په پلي کولو سره به د کابل ښار تلپاتې ودې ته زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې، د هوا له ښه کېدو سره سم به د ځنډول شویو پروژو د بیاځلي پیل سربېره، د سړک جوړونې د یو شمېر نویو پروژو چارې به د پلان له مخې هم پیل شي څو په کابل ښار کې ترافیکي او ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي.