
کابل ښاروالۍ د ښار د معیاري ودې او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، له دهمزنگ څخه تر کوټهسنگي (میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پروژه تېر کال بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله. دغه پروژه یوه له مهمو زېربنايي پروژه څخه ده چې، د کابل د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي او ښاري پراختیا کې مهم رول لوبوي.
یاد سړک د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون د ۳۲۲۶ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره، په یوه اصلي او یوه فرعي لیکه کې ډېزاین او په اساسي توګه جوړ شوی دی.
همدا راز له دهمزنګ څخه تر پُل آرتل او پر دوام یې تر جوی شیر پورې هم د سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.
کابل ښاروالۍ له شاه دو شمېره درې لارې څخه د فرهنګ ( زیرزمینۍ) تر څلورلارې پورې هم د سړک د پراختیا چارې تر لاس لاندې لري او ټاکل شوې ده عملي چارې یې ډېر ژر پیل شي.
سړکونه د ښار د اقتصادي رګونو په توګه، د تګ راتګ وضعیت د ښه والي په برخه کې مهم رول لري، له همدې امله د معیاري سړکونو پراختیا د کابل ښار له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
له همزنگ څخه تر کوټه سنگي پورې د سړک پراختیا؛ د ښاري زېربناوو د ودې په برخه کې اغېزمن ګام
17 حمل 1405


