الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکالت لپاره معرفي شوي کسان و ارزول شول

17 حمل 1405


د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ، د درېیمې، څلورمې، شپږمې، اوومې، دیارلسمې، څوارلسمې، اوولسمې او نولسمې ناحیې له خوا د ګذر وکیلانو په توګه د ورپېژندل شویو کسانو د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د معرفي شویو کسانو وړتیاوې، ټولنیزه ژمنتیا او د مسئولیت منلو کچه، د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ په هر اړخیز ډول و ارزول شوه.
د ارزونې د پایلو پر بنسټ هغه کسان چې، په شرایطو برابر ؤ او لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د کمېټې د تائید وړ وګرځېدل چې، د وروستي تصویب لپاره به د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته ور وپېژندل شي.
د قانوني پړاونو له ترسره کېدو وروسته به ټاکل شوي کسان د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو ریاست له خوا د ګذر وکالت د مهر له ترلاسه کولو وروسته اړوند ناحیو ته ور وپېژندل شي.
د یادونې وړ ده چې، د ددې کمېټې له لارې ژمن، مسئول او وړ کسان د ګذر وکیلانو په توګه ټاکل کېږي، ځکه ګذر وکیلان د خلکو استازي دي او د ټولنیز او ښاري وضعیت د ښه والي په برخه کې مهم رول لري.
د دندو د لایحې له مخې؛ ګذر وکیلان د خلکو او مسئولینو ترمنځ د پله حیثیت لري او دوی ته په کار ده چې، له کابل ښاروالۍ سره په هره ښاري برخه کې همکاري وکړي.