الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتلسمه ناحیه کې د کورونو د اوبو ډنډ کېدو ستونزې ته ورسېدنه وشوه

17 حمل 1405


د پرلپسې وروستیو ورښتونو له امله د کابل ښاروالۍ خدماتي کارکوونکو د اتلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د کورونو د اوبو ډنډ کېدو ستونزې ته ورسېدنه وکړه.
مسئولین وايي چې، عملیاتي ډلې د ښار په لېرې پرتو سیمو کې هم د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې هڅې کوي او د ښاریانو د ستونزو د حل په برخه کې یې ګټور ګامونه پورته کړي دي.
ورته مهال ګذر وکیلان هم د خپلې سیمې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې په هوارولو کې د کابل ښاروالۍ له تنظیف ریاست سره ګډ کار کوي څو رامنځته شوې ستونزې په ښه توګه هوارې شي.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د ورښتونو له امله رامنځته شویو ستونزو ته په بېلابېلو ناحیو کې رسېدنه د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې شپه او ورځ هڅې کوي.