الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د ښاري بیا پراختیا پروژه پيل شوه

18 حمل 1405


د سیمو د اقتصادي ودې او د ښار د معیاري پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د اتمې ناحیې اړوند طلایي ښارګوټي ته مخامخ سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژه پیل شوه.
په دې پروژه کې چې، په ۳۷۸ متر مربع مساحت سره طرحه شوې ده، د دوه پوړیزې تهکوي په ګډون اته پوړیز بلاک جوړېږي، چې په ټولیزه توګه ۱۴ استوګنیز آپارتمانونه او یو پوړ سوداګریز مرکز پکې شامل دي.
همدا راز په دې پروژه کې د وسایطو تم ځای، د فاضلاب سیسټم، د مرکز ګرمۍ سیسټم او د ساتونکي خونه هم په پام کې نیول شوي دي.
کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د ښار د تلپاتې پراختیا په موخه د ځمکو د استملاک پر ځای له پرمختللې کړنلارې ( د ځمکو د بیا تنظیم او پراختیا) له کړنلارې څخه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ګته پورته کړي، څو د مناسبو کورونو جوړولو او د ښار متوازنې پراختیا ته زمینه برابره شي.