الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل سیند کې د کثافاتو اچول؛ لویه ښاري سرغړونه ده

18 حمل 1405


ټولو کابل ښاریانو ته خبر ورکول کېږي چې، په کابل سیند کې د کثافاتو له اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه دا کار لویه ښاري سرغړونه ده او د سرغړونې په صورت کې له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
راځئ چې د ښاري کلتور په پام کې نیولو سره له یوې خوا د چاپېریال په ساتنه کې مرسته وکړو او له بلې خوا د کابل ښار په پاکوالي او ښکلا کې برخه واخلو ترڅو د کابل سیند اوبه پاکې پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې وروستیو ورځو کې د اورښتونو پرمهال په کابل سیند کې ډیری غونډ شوي کثافات پاک او د اوبو په وسیله لېږدول شوي دي. له دې امله ښاریانو ته په کار ده څو بیا ځلي په یاد سیند کې د کثافاتو له اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
کابل سیند زموږ یو طبیعي او تاریخي میراث دی چې، په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د اوبو له کمښت سره مخ ؤ. هر کال په پسرلي کې د واورو له ویلې کېدو او د بارانونو ورېدو سره سم د یاد سیند د اوبو کچه لوړېږي او دا دی سږ کال هم د الله ج په فضل او رحمت سره د اورښتونو له امله د اوبو کچه پکې ډېره لوړه شوې ده.
په کابل سیند کې د کثافاتو اچول نه یوازې د یاد سیند شاوخوا د میشتو ښاریانو روغتیا ګواښي، بلکې کثافات ماهیپر او سروبي بندونو ته لېږدول کېږي، چې په پایله کې د ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو او زیانمنېدو لامل ګرځي.