
ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د وخت له ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او کابل ښاروالۍ ترمنځ د ودانیز جواز د پړاوونو د اصلاح او ساده کولو په اړه تطبیقي هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک د چارو ادارې د لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د رئیس قاري وفي الله وفا له خوا لاسلیک او له دې وروسته د پلي کېدو وړ دی.
د ودانیز جواز د پړاوونو د اصلاح او ساده کولو دا تطبیقي هوکړه لیک په بېلابېلو برخو کې د اداري پړاوونو د ساده کولو او چټکتیا په اړه د ا.ا.ا د مشرتابه د ۱۵/۲/۱۴۴۷ نیټې د (۳) ېمې ګڼې فرمان او د کابینې د ۱/۳/۱۴۴۷ نېټې د (۵) ګڼې موصوبې پر بنسټ چمتو او د ګټې اخیستنې وړ ګرځېدلی دی.
د یاد هوکړه لیک له مخې په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د ودانیز جواز د صادرولو پړاوونه بیا ارزول شوي او د ځانګړو اصولو، لارښوونو او کړنلارو په پام کې نیولو سره به په ساده او اغېزمن ډول پلي شي.
د چارو د ادارې لوی رئیس په دې مراسمو کې وویل چې، دغه ګام د ګډوډۍ د ختمولو ، د ښاري خدمتونو د چټکتیا او په اداري پړاوونو کې د روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې خورا اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه چې، که د کاري پړاوونو په تعدیل کې اړتیا پیدا شي، ګډه کمېټه به یې د ارزونې او اصلاح مسئولیت ولري.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک په خپلو خبرو کې د ودانیز جواز او په نورو برخو کې د رامنځته شویو اصلاحاتو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې، د ښاروالۍ مشرتابه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له پړاوونو د هرکلي ترڅنګ هڅه کوي چې، ښاریانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ځواب ویونکي و اوسي. هغه زیاته کړه چې، د تخنیکي ارزونو، د معلوماتو راټولولو او د دندو د لایحې تر پېژندنې وروسته، اوس د ودانیز جواز د صادرولو پړاوونه د پخوا په پرتله ساده او اسانه شوي دي، څو ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته او د وخت له ضایع کېدو مخنیوی وشي.
د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې د ودانیز جواز د صادرولو سندونه په ټولیزه توګه، په ۴۵۵ پړاوونو او ۳۸۹ ورځو کې بشپړېدل چې، اوس مهال دا موده ۶۹ پړاوونو او ۲۰ ورځو ته راکمه شوې د
د ودانیز جواز د پړاوونو ساده کولو او اصلاح تطبیقي هوکړه لیک لاسلیک شو
19 حمل 1405


