الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.64 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

زاول پوهنتون د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

19 حمل 1405


د ښار د ښکلا او سمسورتیا په موخه، زاول پوهنتون د مورپان او پشه خانې د ۶۰۰ نیالګیو په چمتو کولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست تخنیکي مرستیال مولوي محمدشاه همت له یاد پوهنتون څخه مننه وکړه او ویې ویل: دغه نیالګي به د اوولسمې ناحیې په پارکونو او زرغونو سیمو کې کېنول شي او په سمه توګه به یې ساتنه کېږي.
نوموړي له ټولو ښاریانو وغوښتل چې، د نیالګیو په کېنولو او ساتنه کې فعاله ونډه واخلي او په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ له زرغونتیا ریاست سره همکاري وکړي؛ ځکه د زرغون او پرمختللي راتلونکي په جوړولو کې د خلکو او خصوصي سکتور رول مهم او د اهمیت وړ دی.
ورته مهال د زاول پوهنتون رئیس ډاکټر نقیب‌الله الفت، له کابل ښاروالۍ سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: “په راتلونکي کې به هم دغه پوهنتون د ښاري برنامو او پلانونو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره لا زیاته مرسته وکړي”.
د یادونې وړ ده چې، زاول پوهنتون تېر کال هم د ښار په زرغونتیا کې ونډه اخیستې وه او د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دې ادارې له ملي احساس او هېوادنۍ مینې څخه مننه کوي.