الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.64 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ګولايي پارک سیمه کې د ماینونو د قربانیانو د یادګار څلی جوړ او پرانیستل شو

20 حمل 1405


د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د ګولايي پارک (باغچه کابل) په سیمه کې د ماینونو د قربانیانو په نوم یو یادګاري څلی د زرغونې سیمې په ګډون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه څلی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي «عثماني» او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین «ترابي» هم پکې ګډون درلود، په رسمي ډول پرانیستل شو.
په دغو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس، قاري ولي‌ګل «جواد» په خپلو خبرو کې وویل: دا څلی د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سر د ۹ مترو په لوړوالي د کلتوري چارو ریاست له خوا د ماین پاکۍ د همغږۍ ریاست په همکارۍ د معمارۍ پخواني سبک ته په کتو جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ د دې څلي د جوړولو موخه، د هغو قربانیانو درناوی دی چې په هېواد کې یې د پاتې شویو ماینونو د پاکولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ډیزاین له مخې، په دې پروژه کې احاطه، د رڼا سیستم، زرغونه سیمه، پلی لارې، د اوبو فواره، اوږدې څوکۍ، کتابتون او موزیم هم شامل دي، چې په جوړېدو سره یې د سیمې په بڼه کې مثبت بدلون راغلی دی.
همدا راز دا څلی د کلتوري ارزښتونو د ساتنې له پلوه هم ځانګړی اهمیت لري.
ورته مهال د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رئیس د کابل ښاروالۍ له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې، دا څلی د ملي ارزښتونو د ساتنې او هېوادپالنې روحیې د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې، کابل ښاریان د ښار د آبادۍ لپاره سره یو موټی شي.
نوموړي زیاته کړه چې، اوس خلک کولای شي له دې ځایه د تفریح، مطالعې او د شنډ شویو ماینونو په اړه له موزیم څخه معلومات ترلاسه کړي.
کابل ښاروالۍ د زېربنايي او د سړک جوړونې پروژو تر څنګ، د همکارو ادارو په مرسته د ښاري چاپېریال ښکلا ته هم جدي پاملرنه کوي، ځکه دا کار د خلکو پر رواني وضعیت مثبت اغېز لري.