
د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست د دولسمې ناحیې ۳۲ تنو ګذر وکیلانو ته باورلیکونه وویشل.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رییس قاري انعام الله قاضي زاده دخپلو خبرو په ترڅ کې د ګذر وکیلانو په مسئولیتونو او مکلفیتونو رڼا واچوله او ویې ویل: دا باورلیک چې د یوه رسمي سند په توګه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا صادر شوی دی، پر بنسټ یې د ګذر وکیلانو مکلفیتونه او مسؤلیتونه تایید شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، دغه سند بشپړ رسميت لري او له ترلاسه کولو وروسته یې ګذر وکیلان باید د چاپېریالي او ښاري ستونزو په پیژندلو او حل کولو کې له اړوندو ادارو سره مرسته وکړي.
د دولسمې ناحیې ۳۲ تنو ګذر وکیلانو ته باورلیکونه وویشل شول
22 حمل 1405


