الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.64 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۴ کال د کړنو او لاسته راوړنو او د ۱۴۰۵ کال د پرمختیايي پلان په اړه خبري ناسته ترسره شوه

23 حمل 1405


د کابل ښاروالۍ مسؤلینو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۴ کال د کړنو او لاسته راوړنو او د ۱۴۰۵ کال د پرمختیايي پلان په اړه دیوې رسنیزې ناستې په ترڅ کې د یادې ادارې د تر سره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په پیل کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني خبرې وکړې او ویې ویل چې، په تېرو څلورو کلونو کې په کابل ښار کې شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره سړکونه او کوڅې د قیر، کانکریټ او تېږو فرش په بڼه جوړ شوي دي. نوموړي زیاته کړه، په یاده موده کې له عوایدي سرچینو څخه په ټولیزه توګه، ۲۸،۹۸۲،۳۴۳،۴۸۳ افغانۍ عواید راټول شوي، د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه شوې او یو شمېر اداري پړاوونه ساده شوي چې، د ودانیز جواز د ترلاسه کولو د پړاوونو ساده او آسانه کېدل یې د یادونې وړ دي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت‌الله بارکزي د ۱۴۰۴ کال د کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ. د هغه په وینا؛ په یاد کال کې په ټولیزه توګه ۱۳۷ کیلومتره نوي سړکونه او کوڅې د قیر، کانکرېټ او تېږو فرش په بڼه جوړ او ۹۱ کیلومتره نور سړکونه بیارغول شوي دي. همدا راز کابل ښاروالۍ توانېدلې چې، له خپلو عوایدي سرچینو څخه ۷.۶ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي. د ښاغلي بارکزي په وینا؛ په ۱۴۰۴ کال کې د ټولګټو پروژو د پلي کېدو په موخه، د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته ۱.۲ میلیارده افغانۍ د خسارې د جبران په توګه ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، په ۱۴۰۴ کال کې ۵۶۰ زره ټنه کثافات له ښار څخه راټول او لېږدول شوي، د ښار په کچه د زرغونو سیمو د ساتنې سربېره، د زینتي بوټو د روزنې کلتور پیاوړي کولو په موخه د ګلانو او زینتي بوټو نندارتون ترسره شوی دی.
همدا راز پّ دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس د ۱۴۰۵ کال د پرمختیايي پلان په اړه معلومات وړاندې کړل. د نوموړي په خبره، د روان کال لپاره د څه باندې ۹.۱میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۳۳ پرمختیايي پروژې پلان شوې دي، چې ډېری برخه یې د سړک جوړونې او نوره ټولګټو پروژو ته ځانګړې شوې ده.
نوموړي وویل: د ۱۴۰۵ کال په مهمو پروژو کې د نجات څلي په سیمه کې د یوه هوايي پله جوړول، د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې جوړول، د کوڅو او فرعي سړکونو د ۱۰۰ نویو پروژو پلي کول، له کمپنۍ پله څخه تر ارغندي پورې د سړکونو جوړول، د کابل– جلال‌آباد سړک د دویمې برخې او د کابل– لوګر سړک د دویمې برخې جوړول شامل دي. د ناستې په پای کې د مسئولینو له خوا د خبریالانو پوښتنو ته معقول او د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.