الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.64 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لقمان حکیم نوي روغتون ډاکترانو د کابل ښاروال کړنې وستایلې

23 حمل 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار د مدیریت او آبادۍ په برخه کې د ګټورو کړنو له امله د لقمان حکیم نوي روغتون د ډاکترانو له لوري وستایل شو.
د یاد روغتون ډاکترانو د ښاري وضعیت د ښه کېدو او د مناسب ښاري چاپېریال د رامنځته کولو برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه کړنې ګټورې وبللې او ویې ویل چې، دې کار ښاریان روښانه راتلونکې ته هیله من کړي دي.
ورته مهال ځان د خلکو خادم یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې، د ښاریانو ستونزو او پر ځای غوښتنو ته به له ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې رسېدنه وشي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، کابل ښاروالۍ د ښاري وضعیت د لا ښه کېدو او د ښاریانو د ستونزو هوارېدو په برخه کې ګټور پلانونه ترلاس لاندې لري چې، یو پر بل پسې به پلي شي.