
په کابل ښار کې له ودانیزو سرغړونو او غیر معیاري رغونو څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې کابل ښاروال له غیر معیاري او له ښاري اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې ودانیو له جوړېدو څخه په مخنیوي ټینګار وکړ او له مسئولینو یې وغوښتل چې، د ودانیزو سرغړونو پر وړاندې جدي و اوسي. نوموړي د ښاري اصولو معیارونو په پام کې نیول اصل وباله او زیاته یې کړه چې، په دې برخه کې غفلت او ناغیړي ښار مدیریت له ستونزو سره مخ کوي.
نوموړي همدا راز وویل چې، ودانۍ باید له ویزه شویو نقشو سره سمې جوړې شي او په وینا یې؛ کابل ښاروالۍ له هر ډول قانوني، معیاري او د رسمي جوزا مطابق ودانیو جوړولو څخه ملاتړ کوي.
کابل ښاروال د ودانیز جواز د وېشلو په برخه کې د لا ډېرو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ څو پانګوالو ته د خوندي پانګونې او د ښار منظمې پراختیا ته زمینه برابره شي.
په دې ناسته کې د ودانیزو معیارونو د پلي کولو په موخه یو شمېر ودانیزې سرغړونې وڅېړل شوې او په اړه یې اړینې پرېکړې ترسره شوې.
ودانیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېټې ناسته ترسره شوه
23 حمل 1405


