
د ودانیزو چارو د لا ښې څارنې او له سرغړونو څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د بنسټیزو ودانیو د کنټرول ریاست، د ښاري پراختیا مسئولینو او د ۲۲ ګونو ناحیو د ودانیو د کنټرول مدیریتونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د کابل ښاروالۍ د بنسټیزو ودانیو د کنټرول رئیس مولوي محمد ولي «مخلص»، د ناحیو پر مسؤلیتونو رڼا واچوله او ویې ویل: باید د هر ډول ناقانونه ودانیزو چارو مخه پر وخت ونیول شي. نوموړي زیاته کړه چې، له رسمي جواز پرته او د ښاري اصولو او معیارونو سره په ټکر کې د ودانیو جوړول په جدي توګه منع دي او باید هر څه ژر یې مخه ونیول شي.
ښاغلي مخلص له مسئولینو وغوښتل چې، د مسئولیت د احساس، کاري وجدان او د هېواد پالنې روحیې له مخې دې، د ا.ا.ا د پالیسۍ او د کابل ښاروالۍ د قانون د پلي کولو په موخه، د ودانیزو سرغړونو د مهارولو او مخنیوي په برخه کې لا ډېرې او جدي هڅې وکړي.
د نوموړي په وینا؛ له جواز پرته ودانیزې چارې ښاري مدیریت له ستونزو سره مخ کوي او د خوندي پانګونې فضا کمزورې کوي.
ورته مهال د تصویب شویو نقشو د غوره پلي کولو او د کاري معیارونو د رعایت پر اهمیت ټینګار وشو او ډاډ ورکړل شو چې، په ښار کې له قانوني او معیاري ودانیو له جوړولو څخه بشپړ ملاتړ کېږي.
د ودانیز څار د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته ترسره شوه
25 حمل 1405


