د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د رارسېدو په ویاړ د کابل ښاروالۍ شاوخوا سیمه په ګلدانونو او فصلي ګلانو په کرلو ښکلې کړای شوه.
کابل ښاروالۍ د ښار زرغونتیا او د ګلانو کرنې ته خاصه توجه کړې ده او د کابل ښار زرغونتیا ته یې د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړی دی.
له همدې کبله یې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځنې ته تابیاوې ښه په درز کې روانې دي تر څو ښار کې شنه ځایونه پراخ، پارکونه، واټونه او د سړکونو د منځ ګلدانونه لا زیات ښکلي کړای شي او د ښار ښکلا ورسره دوه چنده شي.
همدا رنګه د سرای شمالي څلور لارې د ګلدانونو د اوارولو او ښکلا ورکولو کار هم تر کار لاندې دی، نه یوازې دا بلکې د ښار په کچه به ډېر ژر د ګلدانونو خاوره په تخنیکي او مسلکي ډول زراعتي خاوره باندې بدله کړای شي تر څو د فصلي ګلانو کرونده په کې ښه نتیجه ورکړي.
کابل ښاروالي له ټولو ښاریانو غواړي چې د ښار او شنو سیمو په ساتنه او پالنه کې همکاري ورسره وکړي تر څو کابل ښار له هر ډول ککړتیا څخه پاک شي.