
د کابل ښار د پاکوالي په موخه، تنظیفي فعالیتونه لکه، دښار له بېلابېلو سیمو څخه د کثافاتو راټولول، د سړکونو جاروکول او د لښتیو او کانالونو پاکول د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو له خوا له ځنډ پرته په دوو کاري شفتونو (شپه او ورځ) کې دوام لري.
له کابل ښاریانو څخه هیله کېږي چې، په ښاري سیمو کې، په ځانګړې توګه په ویالو او کانالونو کې د کثافاتو له اچولو څخه ډډه وکړي او د ښار په پاک ساتلو کې، چې د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو څخه ده، مرسته وکړي.
د کابل ښار د پاکوالي په موخه، تنظیفي فعالیتونه دوام لري


