
د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د ښار په بېلابېلو برخو کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي.
د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد وویل چې، د پلان له مخې اوس مهال د دهمزنګ- میرویس میدان ( کوټه سنګي) سړک په اوږدو کې د لښتیو او بندو کانالونو د پاکولو او له هغو څخه د خاورو را اېستلو چارې تر لاس لاندې دي.
نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د لښتیو او کانالونو پاک ساتلو ته پام وکړي او په هغه کې د کثافاتو، خاورو او خځلو له اچولو څخه ډډه وکړي، څو د ورښتونو پرمهال سړکونو ته د اوبو راختلو مخه ونیول شي.
د مسئولینو په وینا؛ د لښتیو او کانالونو د بندېدو اصلي لامل د یو شمېر ښاریانو له خوا د کثافاتو اچول دي.
د یادونې وړ ده چې، د کثافاتو وړونکي وسایط، سکواټور او د تنظیف ریاست کارکوونکي له کانالونو څخه د اضافي توکو او کثافاتو په لېږدولو بوخت دي.
د ښار په کچه د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي


