الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري نظم د پولیسو لخوا د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي د هڅو دوام

30 سرطان 1398

د ښاري اصولو او قوانینو د پلي کېدا لپاره د کابل ښاروالۍ د ښاري پولیسو قطعې له تیرو دریو ورځو راهیسې د ساختماني سرغړونو او غصب د مخنیوي کمپاین پیل کړی دی چې ټولو ناحیو ته به یې لمن وغځېږي او متخلفینو سره به جدي قانوني چلند وشي.

دغې پولیسې قطعې تر اوسه د زیاتو ناقانونه ودانیز کارونه درولي او د کابل ښاروالۍ غصب شوې ځمکه یې له غاصبینو بیرته راګرځولې.

د دې قطعې قومندان سمونیار مجیب احمدي وایي، هغه ودانۍ چې کارونه یې درول شوي، د خپلو قانوني مسایلو له حلولو وروسته کولی شي مالکان یې بیرته کارونو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه پر دغو ودانیزو چارو به یې د ګرځنده ډلو څار روان وي او سرغړوونکي به سمدواره عدلي ـ قضایي ارګانونو ته ور وپیژني.

د یادونې ده چې د دغو ناقانونه ودانیو له کبله د کابل ښار معیارونه تر پښو لاندې شوي وو او د ښاري بې نظمۍ تر څنګ یې چاپیریال ته هم ګواښ متوجه کړی و چې له کبله یې د معیاري او پایداره ښاري سيسټم لرلو لپاره یو ماستر پلان او د هغې کلک تطبیق ته اړتیا لیدل کیده.

له دې وروسته هغه کسان چې د ودانیو په لوړولو لاس پورې کوي باید د ښاروالۍ جواز او ویزه شوې نقشه له ځانه سره ولري.