الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ ته د عمر ګلستان ښارګوټي د ځمکې سپارلو په اړه د ځانګړې محکمې پرېکړه

5 ثور 1405


د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې؛ د نهمې ناحیې اړوند د عمر ګلستان ښارګوتي شاوخوا ۱۰.۹۹۴ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه تثبیت او کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو.
دغه پرېکړه د ۶/ ۷/ ۱۴۴۷ نېټې د (۲۲۶/ خ/۳۱) شمېرې حکم له مخې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون د کړنلارې د ۱۴م او ۱۵م بند پر بنسټ په رسمي توګه پلې شوه.
د کابل ښاروالۍ د حقوقي چارو رئیس او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون غړی مولوي محمد الله منصور په دې اړه وویل: دا پرېکړه د بېلابېلو ادارو له استازو څخه د جوړ شوي تخنیکي پلاوي له خوا په رسمي توګه پلې شوه.
نوموړي زیاته کړه: یاد پلاوي د قانوني پړاونو له ترسره کولو وروسته، یاده ځمکه له غاصبینو خلاصه او د دوی د مدافع وکیلانو په شتون کې یې کابل ښاروالۍ ته وسپارله.
همدا راز د کابل ښاروالۍ اړوند ریاستونو له هر اړخیزې څېړنې وروسته، دغه ځمکه امارتي تثبیت شوې او د استملاک په اړه یې ځانګړې محکمې پرېکړه هم کړې ده.
د یادونې وړ ده چې، هر یو د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محراب الدین «بلال» د کابل ښاروالۍ د حقوقي چارو رئیس مولوي محمد الله « منصور» د استخباراتو ریاست استازی حاجي مؤمن « حمزه»، د کابل امنیه قوماندانۍ استازی مولوي محمد رسول، د ځمکو ریاست د جیودیزي کدستر آمر انجنیر محمد اکمل، د کابل ولایت د کارکوونکو چارو رئیس عبدالفتاح «فایز» او د نهمې ناحیې مسئولین د یاد تخنیکي پلاوي غړي دي.