الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر سره وکتل

5 ثور 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، کابل کې د هند هېواد له شارژدافیر کرن یادوو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوستانه اړیکو پر دوام، له کابل ښاروالۍ سره د هند د همکاریو، د کابل ژوبڼ د پیاوړتیا، د یو شمېر بنسټیزو پروژو د طرحې، د اداري ظرفیت د لوړولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د بریالیو تجربو په اړه خبرې وکړې. کابل ښاروال د هند له دوامداره همکاریو مننه وکړه او په پراختیايي او ښاري برخو کې یې د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ورته مهال، د هند شارژدافیر له کابل سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده چې، په راتلونکي کې به د دواړو لورو اړیکې لا پیاوړې او کابل کې به ښاري پروژې په غوره توګه پلې شي.
د یادونې وړ ده چې، هند هېواد د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان، په ځانګړي ډول له کابل ښار سره، نږدې او ښې سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لرلې دي.