الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

څلورمه ناحیه کې د تنظیف څلورلارې او قوای مسلح لب جر تر منځ تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

31 سرطان 1398

د څلورمې ناحیې اړوند د تنظیف څلورلارې او قوای مسلح لب جر تر منځ څلورمه ناحیه کې د پارک کارونه نن د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۳۰ مه بشپړ او د هبیتات موسسې د اجراییوي رییسې میمونه محمد شریف، د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس احمد بهزاد غیاثي او د سرسبزۍ ریاست د مسوولانو لخوا د ځایي اوسیدونکو په موجودیت کې پرانیستل شو.

د کابل ښاروالۍ مسوولانو له ځایي خلکو وغوښتل چې د شنو سیمو او پارکونو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

دا پارک د ۱۰۹۳۱ متره مساحت په لرلو امریکا پراختیایي ادارې او د هبیتات موسسې د پاک او زرغون ښار پروګرام په تخنیکي مرستع د ۲۱۳۱۱۱ ډالرو په لګښت معیاري او موډرنه توګه باندې یو کال کې جوړ شوی چې لوی انګړ، فرش شوې بلې لارې، سایه وانونه، څوکۍ، د اوبه خور سیستم، د ساتونکو خونه، لري.

د یادونې ده چې د دې پارک جوړونه خلکو ته د کار پیدا کولو له پروژو سره تړلې وه چې ۵۰ سلنه پیسې یې د کارګرو په مزد لګېدلي.