الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.56 افغانی
1 یورو 73.79 افغانی
1 درهم 17.39 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو


د کابل ښاروالۍ د مسؤلینو او د دویمې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو له لوري د ښاری چاپېریال د تنظیفي وضعیت د ښه والي په موخه، د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یوه اندازه کثافات راټول او له ښار څخه بهر ولېږدول شول.
د دویمې ناحیې رئیس مفتي فضل‌ کریم صدیقي، د حشر له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: « دغه حشر د تنظیفي کارکوونکو د ملاتړ په موخه ترسره شو او اړینه ده چې ښاریان د خپلو ملکیتونو شاوخوا سیمو پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي».
ښاغلي صدیقي له ښاریانو وغوښتل چې، کثافات په ټاکلو ځایونو کې واچوي، څو د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا پر وخت ولېږدول شي.