الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کار د کیفیت د تضمین په موخه، د سړک جوړونې له پروژو څخه جدي څارنه

6 ثور 1405


د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړک جوړولو د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه څارنه وکړه.
نوموړي له بینی‌حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې او پر دوام یې تر بګراميو، د اوبو رسولو شرکت له څنګ څخه تر قلعه زمان‌خان پورې، د بګراميو له پله څخه د ملالۍ څلورلارې تر جنوبي سړک پورې، د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګراميو–لته بند سړک له لومړۍ برخې او د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې و ارزولې او انجنیرانو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.
همدا راز په یو شمېر پروژو کې د بې کیفیته کار مخه ونیول شوه او پر قراردادي شرکتونو ټینګار وشو چې، د کیفیت په پام کې نیولو سره پروژې باید په ټاکلي وخت بشپړې او په چارو کې یې ځنډ رامنځته نشي.
دغه راز د بیني حصار د سړک جوړونې په پروژه کې هغه برخې چې، تخنیکي ستونزې یې درلودې ویجاړې شوې او له کارته نو ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه ) څخه تر قلعه زمان پورې د سړک په پروژو کې د غیر معیاري ودانیزو توکو له کارولو څخه مخنیوی وشو.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال ټینګار وکړ چې، د کیفیت د تضمین په موخه، ودانیز توکي باید له کارولو وړاندې په لابراتوار کې و ازمویل شي او ویې ویل:هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې، د پروژو په کار کې غفلت وکړي.
نوموړي زیاته کړه، په غوره توګه د پروژو پلي کول له قراردادي شرکت سره د کابل ښاروالۍ مهم شرط دی او پروژې له بشپړېدو وروسته یو ځل بیا په دقیقه توګه ارزول کېږي.
د ودانیزو چارو مرستیال اړوند مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، په غوره توګه د سړک جوړولو پروژو د پلي کېدو په برخه کې له ټولو امکاناتو او فرصتونو ګټه واخلي او د پروژو له ټولو پړاوونو څخه دې دقیقې تخنیکي او فني څارنې ترسره کړي.
په پای کې، انجنیر یاسر اړوندو مسؤلینو ته څرګندې سپارښتنې وکړې چې، په ښه توګه د سړک جوړونې پروژو د پلي کېدو لپاره له ټولو امکاناتو او فرصتونو ګټه واخلي او د پروژو دپلي کېدو په ټولو پړاوونو کې دې تخنیکي او فني څارنې په پرله‌ پسې ډول ترسره شي.