الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمیټې غونډه ترسره شوه

8 ثور 1405


د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ ترسره شوه، چې په پایله کې د پنځمې، اوومې، دیارلسمې او اوولسمې ناحیو له خوا معرفي شوي کسان په دقیقه توګه وارزول شول.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ رئیس، قاري انعام الله قاضي زاده په خپلو خبرو کې وویل: هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړې او د کمېټې د تایید وړ وګرځي، د وروستي تصویب لپاره به د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شي.
نوموړي زیاته کړه چې، دغه کمېټه د ګذر د اوسېدونکو له خوا معرفي شوي کسان ارزوي او د ښاروالۍ مقام له منظورۍ وروسته به، د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست له لارې خپل مهر ترلاسه او اړوندو ناحیو ته به د ګذر وکیل په توګهئومعرفي شي.
د یادونې وړ ده چې وړ، ژمن او مسؤل کسان چې، وکولای شي د ټولنیزو او ښاري چارو په ښه والي کې خپل رول ادا کړي، د ګذر وکیل په توګه ټاکل کېږي، ځکه د ګذر وکیلان د خپلو دندو د لایحې له مخې د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د اړیکو د پله حیثیت لري او اړتیا ده چې، خپلې ټولنیزې او ښاري دندې په ښه نیت ترسره کړي.