الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالي له دولتي او خصوصي بنسټونو سره په ګډه د خپلواکۍ کلی جوړوي

2 اسد 1398

د کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ او صنایعو خونې، د افغانستان نړیوالې سوداګرۍ خونې، د کارګرو ټولنې او د یو شمېر لویو سوداګریزو کمپنیو او پانګه والو د استازو ګډه غونډه د خپلواکۍ کلي جوړونه کې د برخې اخیستنې غونډه جوړه شوه.

دې غونډه کې د کابل ښاروال پوهنیار احمدذکي سرفراز، د ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین سرمحقق محمد فاضل شریفي، د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي، د کسبګرو د ټولنې مشر محمد حسن سپاهي، د سوداګرۍ نړیوالې خونې مشر ښاغلي بهمن، د الکوزي ګروپ استازي او د یو شمېر نورو کمپنیو غړو په اړونده موضوع بحثونه وکړل.

کابل ښاروال غونډې ته وویل، کابل ښاروالي د چمن حضوري سیمه کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د سوداګریزو، صنعتي، هنري او فرهنګي نندارتونو جوړولو لپاره خصوصي سکټور سره مرستې ته چمتو ده تر څو د خپلواکۍ سلمه کلیزه په لا ډېر شوق او جوش ونمانځل شي.

ورپسې د مجلس نورو غړو هم په دې تړاو خپل نظریات شریک کړل او هر ډول همکارۍ ته یې تابیا وښوده.

کابل ښاروالۍ د خپلواکۍ د کلي طرحه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لا شانداره نمانځنې په خاطر جوړه کړې ده.