الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز د صادرولو په اړه سپیناوی

9 ثور 1405


درنو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي چې، د نافذه اصولو له مخې، د کابل ښار په پلاني سیمو کې د زوننګ پلان پر بنسټ د استوګنیزو، سوداګریزو او ګډو( سوداګریزو او استوګنیزو) ودانیو د ۴، ۶، ۹، ۱۲، ۱۵ او له ډېر څخه د ډېرو پوړونو اجازه ورکول کېږي او دا بهیر عملاً په کابل ښار کې روان دی؛ په دې برخه کې هېڅ ډول محدودیت نه دی لګول شوی.
همدا راز د ریاست‌الوزرا محترم مقام د حکم پر بنسټ، د بېړنۍ سرپناه د جوړولو لپاره کډوالو او نورو اړمنو ښاریانو ته له اصولو سره سم په غیرپلاني سیمو کې له تهکوي پرته یوازې د (۳) پوړونو ودانۍ د جوړولو اجازه شته خو په دې شرط چې، د استوګنې په موخه به ترې کار اخیستل کېږي.
د کابل ښاروالۍ له ټولو درنو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، د ودانیو د جوړولو پر مهال نافذه اصول او مقررات په پام کې ونیسي او له مسؤلو ادارو سره د اړتیا پرمهال همکاري وکړي.