
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اتمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې بحث وکړ.
کابل ښاروال د سړکونو او کوڅو د خرابوالي، د ودانیو جوړولو، تنظیفي خدمتونو، زرغونتیا او نورو ښاري او ټولنیزو برخو کې د دوی ستونزې واورېدې او ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د ښاریانو ستونزو او پر ځای وړاندیزونو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: « موږ ښاریانو ته د هوسا ژوند د رامنځته کولو په هڅه کې یو، د کابل ښاروالۍ پروژې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ په ټولو ناحیو کې پلې کېږي او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې عدالت په پام کې نیول کېږي». نوموړي ټینګار وکړ چې، د ښاریانو مرسته د دې لامل کېږي څو پروژې په غوره توګه پلې شي.
په پای کې د اتمې ناحیې اوسېدونکو د ښار د مدیریت او پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه کړنې وستایلې او د دوی له هڅو یې خپل رضایت څرګند کړ.
کابل ښاروال یو ځل بیا ځان د خلکو خادم یاد کړ او ویې ویل: « د ښاریانو له خوا د دوی هڅونه د خدمت کولو په برخه کې د دوی اراده او ژمنتیا لا پیاوړې کوي».
کابل ښاروال د اتمې ناحیې له اوسېدونکو سره وکتل
9 ثور 1405


